د کرکټ اسیا جام؛ د هند او سریلانکا سیالي پيل شوې

د سریلانکا کرکټ لوبډلې لوبغاړي

د کرکټ اسیا جام سیالیو د سوپر فور پړاو په ترڅ کې نن د هندوستان او کوربه سریلانکا ترمنځ سیالۍ پیل شوې ده.

دغه سیالي چې په کولمبو ښار کې ترسره کېږي، هند د لوبې پچه ګټلې ده او توپوهنه یې غوره کړې ده.

دا په سوپر فور پړاو کې د یادو هېوادونو دوهمې سیالۍ دي.

سریلانکا په خپلې لومړۍ لوبې کې بنګله‌دېش او هندوستان بیا پاکستان ته ماتې ورکړې دي.

د سوپر فور یا څلور غوره لوبډلو پړاو وروستۍ سیالي به د سپټمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه د هند او بنګله‌دېش ترمنځ وي او پایلوبې د همدې میاشتې په ۱۷مه نېټه په پام کې نیول شوې.

باید وویل شي چې د څلور غوره لوبډلو په پړاو کې د نومرو د جدول دوه مخکښې لوبډلې پایلوبه ترسره کوي.