'ډبلیو ایف پي' یوځل بیا له اړو افغانانو سره د مرستې لپاره د بسپنې غوښتنه کړې

ارشیف: په ارزګان کې له اړمنو سره د ډبلیو ایف پي له لوري د مرستو له لړۍ یو انځور

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' یوځل بیا په راروان ژمي کې د افغانستان له اړو خلکو سره د مرستې لپاره له مرستندویو هېوادو څخه د بسپنې غوښتنه کړې.

په افغانستان کې د دې سازمان څانګې نن پر خپل ایکس شبکه په یوه بیان کې ویلي چې دا اداره په خپله سږنۍ بودیجه کې له ۶۰ سلنه کموالي سره مخامخ ده.

په بیان کې راغلي، افغانستان له ډېرو زیانګالو او ځپل شویو هېوادونو څخه دی چې لس میلیون وګړي یې سږکال له ژوند ژغورونکو مرستو بې برخې شوي دي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان مشرې هسیاو وي لي په یوه تازه ویډیويي پیغام کې په راروان ژمي کې ۲۱ میلیون اړو افغانانو ته د خوړو د رسولو لپاره له نړیوالو د یو میلیارد ډالره بسپنې غوښتنه کړې.