ریچارډ بېنیټ د افغانستان د بشري حقونو وضعیت د سختې اندېښنې وړ وباله

د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورټر ریچارډ بېنیټ

د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورټر د بشري حقونو د وضعیت په تېره بیا پر ښځو د طالبانو زیاتېدونکي محدویتونه د سختې اندېښنې وړ بللي.

د ریچارډ بېنیټ د کلني راپور یوه ابتدایي بڼه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له خوا خپره شوې.

تمه ده د دې راپور وروستۍ او بشپړه بڼه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۴مې ناستې ته وړاندې شي چې له پرون سپټمبر ۱۱مې پيل او د اکټوبر تر شپږمې دوام کوي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورټر ریچارډ بېنیټ په خپل راپور کې سپارښتنه کړې چې د افغانستان واکمن چارواکي 'د طالبانو حکومت' لا هم وخت لري چې د بشري حقونو د سرغړونو له امله رامنځته شوې تراژيدۍ ختمې او افغانستان د نړیوالو اصولو او قوانینو سره سم عیار کړي.