د پاکستان په بلوچستان کې د تښتول شویو لوبغاړو د موندنې عملیات روان دي

ارشیف: پاکستاني ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د فوټبال په شپږو تښتول شویو لوبغاړو پسې نن هم د پلټنې عملیات روان دي، خو تراوسه یې ځای ځایږی نه دی معلوم شوی.

فرانس پرېس خبري اژانس د پاکستان د کورنیو چارو د لنډمهالي وزیر سرفراز بګټي په حواله ویلي چې د برمته شویو لوبغاړو د موندلو لپاره ټول موجوده امکانات په کار اچول شوي دي.

دغه شپږ فوټبالران چې ویل کېږي د سنګسیلا سیمې بلوڅان دي، د تېرې شنبې په ورځ هغه مهال وتښتول شول چې د فوټبال یوې محلۍ سیالۍ ته روان وو.

تراوسه د فوټبالرانو د تښتولو انګېزه معلومه نه ده او مسوولیت یې هم کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.