د تورخم دروازې د خلاصېدو لپاره مذاکرات بې‌ نتیجې پای ته رسېدلي

د تورخم دروازې یوه څنډه

د تورخم لارې پرانیستلو لپاره د افغان طالب چارواکو او پاکستان حکومت استازو پرونۍ خبرې بې نتیجې پای ته رسېدلې دي.

په تورخم کې د طالبانو د حکومت کمیسارۍ لخوا رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه راغلې چې کمیسار مولوي عصمت‌الله یعقوب له پاکستاني چارواکو سره مذاکرات درلودل، خو د ټولو مسايلو په حل هوکړه ونه شوه. له همدې امله دروازه پر شپږمه ورځ هم تړلې پاتې شوه.

د سپتمبر پر شپږمه، په تورخم کې د پاکستانيو ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ هغه وخت نښته وشوه چې د پاکستاني چارواکو په وينا طالبانو له شويو موافقو څخه د سرغړونو په ترڅ کې يوه پوسته جوړوله.

خو د طالبانو بهرنيوو چارو وزارت د سپټمبر پر نهمه وويل چې طالب سرتېرو يوه پخوانۍ پوسته رغوله چې پاکستاني پوځيانو پرې ډزې وکړي او بیا یې تورخم لاره وتړله.