د ملالې یوسفزۍ پلار په جرمني کې د افغان مېرمنو د نه خوړو اعتصاب سره یوځای شو

د عکس ښي لور ته د ملالۍ یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزی او چپ لور ته په خپله ملاله یوسفزۍ

د زده کړې د فعالې او د نوبل د سولې د جایزې د ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزی له یو شمېر هغو افغان ښځینه فعالانو سره یوځای شو چې په جرمني کې یې د ډوډۍ نه خوړولو اعتصاب کړی دی.

یوسفزي پرون یکشبنې په خپله ټولنیزه شبکه ایکس کې له خپل یوه تصویر سره لیکلي چې د جرمن کولن ښار ته ځي چې د ده په وینا، د زړورو افغان ښځو د خوړو نه خوړلو له اعتصاب سره یوځای شي.

هغه زیاته کړې چې له نړیوالې ټولنې غواړي، افغانستان د هغه ځای په توګه وپېژني چې په کې جنسیتي اپارټایډ حاکم دی.

د جرمني په کولن ښار کې د یو شمېر افغان ښځو دغه اعتصاب د سپټمبر په لومړۍ نېټه پیل شوی چې تر اوسه دوام لري.

دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې سخت چلندونه د جنسیتي اپارټایډ په توګه په رسمیت وپېژني او د طالبانو د حکومت پر چارواکو سخت بندیزونه ولګوي.