د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند: د افغان نجونو ښوونځي او پوهنتونونه دې پرانیستل شي

Your browser doesn’t support HTML5

په پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام ګوند ویاند حافظ حمدالله وايي، په افغانستان کې دې د ښځو او نجونو په مخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي. هغه وویل چې هیڅکله یې افغان طالبانو ته دا مشوره نه ده ورکړې چې د نجونو پر مخ دې ښوونځي او پوهنتونونه وتړي او دا پرېکړه یوازې په افغان طالبانو پورې تړاو لري.