د بدخشان په یاوان کې د ځمکې ښویېدنې له کبله درانه زیانونه اوښتي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت

د بدخشان په یاوان ولسوالۍ کې د ځمکې ښویېدنې قربانیان اوس هم تر خیمو لاندې، د خلکو په کورونو او یا هم په دښتو او غرونو کې په خورا بد حالت کې ژوند کوي.

د بدخشان په ياوان ولسوالۍ کې د ځمکې ښویېدنې يو قرباني حسيب الله وايي چې اوس هم سيمه له ګواښ سره مخ ده.

هغه دغه راز وويل، د ځمکې ښویېدنې له پيل څخه څو ورځې تېريږي، خو د دغې پېښې قربانيان لا هم د سرپناه لپاره مناسب ځاى نه‌لري.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "د ځايي خلکو شاوخوا سل جريبه ځمکه ويجاړه شوې، څو لوى کلي چې شاوخوا ۵۰۰ تر ۶۰۰ پورې کورونه يې او جوماتونه يې په بشپړه توګه ويجاړ شوي او څو زره مېوه لرونکې او بې‌مېوې ونې هم له‌منځه تللي. اصلي او فرعي لارې چې دوه-درې کلي ورسره تړل شوي وو، له‌منځه تللي. خلک په خطر او اندېښنه کې دي، خوراکي توکي او د سون‌توکي نه‌لري."
په بدخشان ولايت کې د طالبانو حکومت د سيمه‌ييزو مسوولانو د معلوماتو له‌مخې، دغه زلزله او د ځمکې ښویېدنه د بدخشان ولايت د ياوان ولسوالۍ د يادنيل او مرچ په کليو کې رامنځته شوې دي.

د دوی په وینا، د يادې پېښې په پایله کې له ۲۰ تر ۲۵ کورونه په بشپړه توګه او څه باندې ۳۵۰ نور کورونه په جزوي توګه ویجاړ شوي دي.

بدخشان ولايت لپاره د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور رییس معاذ الدین احمدي ازادي راډيو ته وویل، د پېښې سیمې ته څېرمه د درېیو نورو کلیو د ویجاړېدو احتمال شته.

هغه د دغې پېښې له قربانيانو سره د مرستې په اړه وويل: "تر دې دمه زموږ مرستندویه ډلې سیمې ته تللي، سیمه د هیليکوپټرو په واسطه سروې شوې ده، انشاالله موږ د لا زیاتو مرستو اراده لرو او موږ اراده لرو چې ټولو هغو کورنیو ته چې له کلي څخه کډه شوي او خپل کورونه يې پرېښي، د استوګنې ځایونه برابر کړو."

د بدخشان په ياوان ولسوالۍ کې د دې پېښې يو تن عيني شاهد محمد شاه له قربانيانو سره شوې مرستې کافي نه بولي.

هغه وویل: "درې شپې وشوې چې په همدې غرونو کې د دوی ځینې تورسرې د خلکو کورونو، د خپلوانو کورونو او جوماتونو ته انتقال شول او یوه برخه یې په همدې غرونو او دښتو کې د شپې په يخنۍ او د ورځې په ګرمۍ کې اوسېدل. موږ تورسرې او ماشومان څو کلیو ته ولېږدول، دوی ټول اوس له ستونزو سره مخ دي او هيڅ مرسته هم نه‌ده رسېدلې، یوازې په یوه ورځ کې یې خلکو ته ۵-۵ زره ورکړې، چې پنځه زره د خلکو د يوې شپې د لګښت هم نه بسيږي او د خلکو هيڅ چاره پرې نه‌کېږي."

دا ځمک‌ښویېدنه د تېرې چهارشنبې په ورځ له یوې زلزلې وروسته پیل شوه چې د سیمې خلک او د طالبانو ځايي چارواکي يې لا هم د دوام په اړه اندېښمن دي.

بدخشان د افغانستان یو له شمالي ولایتونو څخه دی چې تر دې وړاندې هم د سختو زلزلو او ځمک‌ښویېدو شاهد و.