ملګري ملتونه: په افغانستان او شاوخوا هېوادونو کې د 'مت آمفتامین' قاچاق د پام وړ زیات شوی

دغه نشه يي مواد چې خلک یې د کریستال او کریستال مت په نامه هم یادوي په شدت سره د مرکزي عصبي دستګاه د تحریک سبب کېږي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي موادو او جرمونو په وړاندې د مبارزې اداره وايي، په افغانستان او شاوخوا هېوادونو کې د کریستال مت یا مت آمفتامین قاچاق د پام وړ زیات شوی دی.

د دې ادارې د افغانستان څانګې نن یکشنبه په یوه مفصل راپور کې ویلي، په افغانستان کې د دغو خطرناکو نشه يي موادو تولید یو جدي خطر دی.

د راپور له مخې هغه مت آمفتامین چې په افغانستان کې تولید شوي په اروپايي ټولنه، منځني ختیځ، جنوبي او ختیځه اسیا او ختیځه افریقا کې نیول شوي چې دا په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د دغو موادو د تولید زیاتوالی ښيي.

راپور وايي، په ۲۰۱۷م کال کې د دغو موادو د ضبط اندازه دوه نیم ټنه وه، خو په ۲۰۲۱م کال کې یې اندازه څه کم ۳۰ ټنو ته رسېدلې ده.

دغه نشه يي مواد چې خلک یې د کریستال او کریستال مت په نامه هم یادوي په شدت سره د مرکزي عصبي دستګاه د تحریک سبب کېږي.