ډبلیو ایف پي: افغان مېرمنې تر بل هر وخت زیاتې له ټولنیز ژونده څنډې ته شوي

ارشیف: په هرات کې د ډبلیو ایف پي یوه کارکوونکې د هغو بې وزلو مېرمنو د ثبت او راجستر پر مهال لیدل کېږي چې مرستو ته ورغلي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام یا 'ډبلیو ایف پي' وايي چې په افغانستان کې ښځې تر بل هر وخت زیاتې له ټولنیز ژوند څخه څنډې ته شوې دي.

د طالبانو حکومت له نژدې یو کال راهیسې د ملګرو ملتونو په ګډون د نړیوالو مرستندویو موسسو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

'ډبلیو ایف پي' چې د ملګرو ملتونو اړونده اداره ده، پر خپل ایکس پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې له ټولنیز ژوند څخه د مېرمنو له څنډې ته کېدو سره د کار روزګار او د خپلو ماشومانو د مړولو لپاره د ښځو فرصتونه محدود شوي دي.

یاد سازمان پر ایکس شبکې په یوه مخکیني بیان کې یو میلیون افغان مېرمنو او ماشومانو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي د ځانګړو خوړو د وېش د کمېدو خبر ورکړی و.

څه باندې دوه کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو په راوروسته موده کې پر نجونو او ښځو د تعلیم، تحصیل او په دفترونو کې کار په برخو کې محدودیتونه لګېدلي او همداراز ښځې له کورونو د وتلو او په ټولنیزو چارو کې له انډول ګډون څخه بې برخې شوې دي.