د اقلیمي بدلون په برخه کې له یو شمېر هېوادونو  همکاري غوښتل شوې

ارشیف: د اقلیم د بدلون له کبله توپان او اورلګېدنه

ملګري ملتونه او ایران وايي چې د منځني ختیځ، افریقا او آسیا هېوادونه، باید د دوړو او د شګو د هغو توپانو د مخنیوي لپاره په خپلو همکاري سره وکړي چې د اقلیمي بدلونونو له کبله زیاتوالی په کې راغلی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په یوه ویډیويي پیغام کې چې پرون د سپټمبر په ۹مه په تهران کې د شاوخوا پنځوسو دولتونو او پنځلسو نړیوالو بنسټونو استازو ته واورول شو، ویلي دي چې په دې برخه کې د مشارکت رامنځته کول خورا مهم دي.

ګوټېرېش د غونډې ګډونوال په خپلو کې د همکارۍ پراخولو او د عملي اقداماتو په برخه کې ژمنتیا ته وهڅول.

د فرانس پرېس خبري آژانس د راپور له مخې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي هم د دوړو او شګو د توپانونو د مخنیوي د نړیوال کنفرانس د پرانیستو مراسمو ته د وینا پر مهال د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې د دې ستونزې د حللارو د موندلو لپاره د هڅو په مقصد د مرستو یو صندوق جوړ کړي.