د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو سرپرست سفیر احضار کړی

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت چې اوس د طالبانو په کنټرول کې دی.

یو شمېر پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په چترال کې د پاکستاني طالبانو له بریدونو وروسته په اسلام‌اباد کې د طالبانو سرپرست سفیر احضار کړی دی.

دې رسنیو د سرچینو له قوله لیکلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو سرپرست سفیر ته په چترال کې په پاکستاني پوستو په بریدونو کې د افغان خاورې د کارول کېدو په اړه خپل اعتراض سپارلی دی.

د طالبانو حکومت رسماً په دې اړه څه‌ نه‌دي ویلي، خو وړاندې یې په پاکستان کې د بریدونو په اړه د افغانستان د خاورې کارول کېدو په اړه د پاکستاني چارواکو څرګندونې تل رد کړي دي.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر پرون وویل، په دې بریدونو کې دوه پوځي پوستي په نښه شوې چې په کې ۴ پوځیان وژل شوي، خو تحریک طالبان پاکستان بیا د ۱۲ پاکستاني عسکرو د وژل کېدو او د لسګونو نورو د ژوندي نیول کېدو ادعا کړې.