​​​​​​د سپټمبر ۹مه د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود تلین سره برابره ده

مسعود دوه ویشت کاله مخکې په همدې ورځ د دوو عربانو له لوري چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي وو، د تخار ولایت په خواجه بهاالدین ولسوالي کې ووژل شو.

نن د سپټمبر نهمه د پخواني جهادي قوماندان احمد شاه مسعود تلین دی.

مسعود ۲۲ کاله مخکې په همدې ورځ د دوو عربانو له لوري چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي وو، د تخار ولایت په خواجه بهاالدین ولسوالي کې ووژل شو.

هغه وخت ده د طالبانو پر ضد د ملي مقاومت په نوم د وسله‌والې جبهې مشري کوله.

د جمهوریت په وخت احمد شاه مسعود ته د ملي قهرمان خطاب کېده او د سنبلې اتلسمه به چې د سپټمبر له نهمې سره سمون خوري، عمومي رخصتي وه.

په تېرو دوو کلونو کې چې طالبان واکمنان دي، دا ورځ د افغانستان دننه په دولتي کچه نه نمانځل کېږي.