محمد محقق افغانستان ته د بېرته ستنېدو لپاره د سراج‌الدین حقاني وړاندیز رد کړ

د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت د ګوند مشر محمد محقق

د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت د ګوند مشر محمد محقق د طالبانو د کورنیو چاور سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني هغه وړاندیز رد کړ چې ده او د هزاره قوم نورو مشرانو ته یې افغانستان د بېرته ستنېدو بلنه ورکړې وه.

حقاني په بامیانو کې په یوې غونډه کې د محمد محقق، کریم خلیلي او د هزاره قوم له نورو مشرانو غوښتي وو چې افغانستان ته ورستانه شي او د خپلو خلکو او قوم په منځ کې ژوند وکړي.

محقق د جمعې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د حقاني دا خبرې د 'طالبانو کلیشه يي' خبرې دي او څه ­نوې خبره نه ده.

هغه په دې خبرو کې زیاته کړې، د هغه او د افغانستان د ملي مقاومت شورا د نورو غړو ستنېدل افغانستان ته په اوسنیو شرایطو کې د شورا او د هغوی له افکارو سره مخالف دی.

خلیلي تر اوسه د حقاني د خبرو په اړه په رسمي ډول کوم غبرګون نه دی ښودلی.

محقق او خلیلي د تېر جمهوري نظام له سقوط سره سم له افغانستانه ووتل.

هغوی په تېر جمهوري نظام کې په مهمو څوکیو کار کړی و.

محقق دا مهال د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت د عالي شورا په نوم د طالبانو د مخالفانو د یوې بهر مېشتې شورا غړی دی.