د بشري حقونو څار سازمان: طالبان د نجونو او ښځو پر وړاندې بشر ضد جنایتونه کوي

د کابل پوهنتون مخې ته د نجونو محصلانو ګڼه ګوڼه. طالبانو د تېر کال د ډسمبر په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه. اوسمهال افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ټولې ښوونیزې ادارې بندې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د طالبانو چارواکي د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې بشر ضد جنایتونه کوي او د جنسیت له مخې دوی مجازاتوي.

دغه سازمان په هغه راپور کې چې نن جمعه یې خپور کړی، ویلي، طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته داسې قوانین او پالیسۍ تحمیل کړي چې هدف یې د جنسیت له مخې په ټول افغانستان کې له اساسي حقونو د ښځو او نجونو بې برخې کول دي.

د بشري حقونو په څار سازمان کې د نړیوال عدالت د برخې مشرې الیزابت ایوینسن ویلي: "له عام ژوند نه د ښځو او نجونو د حذفولو لپاره د طالبانو ظالمانه او تاکتیکي چلند، نړیوال پام ځان ته اړولی دی."

طالبانو پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته پر ښځو او نجونو د محدودیتونو لګولو ته دوام ورکړی او په وروستي مورد کې یې د ښځو سینګارځایونه هم وتړل.