د پاک - افغان سوداګرۍ خونه: پاکستان په حساس وخت کې تړونونه تر پښو لاندې کوي

د تورخم دروازې یوه څنډه

پر تورخم دروازه د طالبانو او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د چهارشنبې تر وسله‌والې نښتې وروسته دغه دروازه پرون هم د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې وه.

پر تورخم دروازه د پاکستان د سرحدي ځواکونو او د طالبانو د وسله‌والو ترمنځ د چهارشنبې نښتې لا هم په دواړو غاړو کې د خلکو او تجارتي موټرو د تګ راتګ بهیر اغېزمن کړی دی.

د سوداګرۍ بنسټونه وايي، هر وخت د افغانستان د مېوو د صادراتو پر مهال پر دغسې دروازو ځینې لانجې راځي چې تر ډېره افغان سوداګر زیانمنوي.

د وسپنې ویلې کولو د اتحادیې اجراییه مشر او د افغاني تولیداتو د ملاتړ انجمن عمومي رییس عبدالنصیر رښتیا له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "که چېرې د افغانستان او پاکستان روابط ښه وي، د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر لار کوم خنډ نه ایجادېږي. له بده مرغه کله چې د افغانستان او پاکستان سیاسي روابط خرابېږي، بیا نو ورسره د سوداګرۍ او اقتصاد اړیکې هم خرابېږي. دا ستونزې د دې سبب کېږي چې افغان پانګوال ډېر زیانمن شي او پر سوداګرۍ او ټرانزیټ بدې اغېزې وکړي."

د پاک - افغان سوداګرۍ خونه وايي، نن سبا چې په افغانستان کې د تازه مېوې د حاصل وخت دی د تورخم لارې تړل افغان سوداګرو ته ستر اقتصادي زیان اړوي.

د دغې خونې مسوول خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل، پاکستان په همدغسې حساس وخت کې هغه تړونونه تر پښو لاندې کوي چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې یې له افغانستان سره لاسلیک کړي.

خان جان الکوزی

الکوزي وویل: "په تورخم کې دا مشکل یې نور هم زیات کړ. اوس د مېوې وخت دی، د انګورو او مڼو په لسګونو لارۍ مو ولاړې دي چې خرابېږي. زموږ ټرانزیټ ځي هندوستان ته. همدا ډول د پاکستان زیات ټرانزیټي مالونه ولاړ دي چې باید د تورخم له لارې مرکزي اسیا ته لاړ شي. دا ډېره جدي ستونزه ده او په تېلو شلو کلونو کې حل نه شوه، دا د دواړو هېوادونو اقتصاد ته زیان اړوي. زموږ دولتونه هم دې موضوع ته خاصه توجه نه کوي."

که څه هم د سپین بولدک - چمن دروازه د خلکو او تجارتي مالونو د تګ راتګ پرمخ پرانیستې ده، خو په ټوله کې په پاکستان کې د ناامنیو زیاتېدو د افغانستان د هغو مالونو پر ټرانزیټ هم اغېز کړی چې د پاکستان له لارې هند ته لېږدول کېږي.

اوونۍ مخکې په بلوچستان ایالت کې د افغان سوداګرو په انځرو بار لارۍ په اور وسوځېده، چې زیات مالي زیانونه یې واړول.

تر دې مخکې هم پر تورخم او چمن دروازو د بېلابېلو ستونزو له کبله وسله‌والې نښتې شوي چې ورسره په دواړو غاړو کې مسافر او په مالونو ډک موټر راګیر پاتې شوي دي.