د پاکستان پوځ په چترال کې د خپلو څلور پوځیانو وژنه تایید کړه

د چترال یوه څنډه کې د امنیتي ځواکونو یوه پوسته

د پاکستان پوځ تایید کړه چې په چترال کې یې پرون څلور پوځیان په یوه وسله‌واله نښته کې وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ مطبوعاتي څانګې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې شدیده نښته کې ۱۲ ترهګر هم وژل شوي دي.

پوځ وايي چې ګڼ شمېر وسله‌والو د افغانستان پولې ته نژدې د چترال په کالاش سیمه کې د دوی پر دوو پوستو برید وکړ.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې حمله کوونکي له افغانستانه ورغلي وو او د طالبانو له حکومت سره یې په دې اړه خپل معلومات شریک کړي دي.

خو د طالبانو حکومت تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.