د کرکټ نړیوال جام مشال کابل ته رسېدلی

د کرکټ نړیوال جام

د کرکټ نړیوال جام مشال نن کابل ته ورسېد.

دا د افغانستان په تاریخ کې دوهم ځل دی چې د کرکټ د نړیوال کپ مشال د افغانستان په خاوره کې بلېږي.

نړیوال کپ به دوه ورځې په افغانستان کې وي او په دې موده کې به بېلابېلو ولایتونو ته یووړل شی.

افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا دایمي غړی او یو له هغو ټیمونو څخه دی چې په نړیوال جام کې ګډون لري.

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د اکټوبر په پنځمه پیلېږي او د افغانستان لومړۍ مسابقه به د اکټوبر په اوومه له بنګله‌دېش سره وي.