د طالبانو حکومت د سرپرستې کابینې د اعلان دوه کاله پوره شول

د طالبانو ځینې مشران او د کابینې غړي

نن د سپټمبر ۷مه د طالبانو د حکومت د سرپرستې کابینې د اعلان دوه کاله پوره شول.

که څه هم نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه له طالبانو د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو پرله‌پسې غوښتنې کوي، خو د طالبانو په لوړپوړو څوکیو کې د دوی له غړو پرته هېڅ بل افغان سیاستوال نه لیدل کېږي.

د طالبانو په کابینه کې کومه ښځه هم نه ده شامله او د دوی حکومت په پخواني جمهوري نظام کې جوړ د ښځو چارو وزارت او دغه راز د بشري حقونو کمېسیون جوړښتونه منحل کړل.

طالبان وخت ناوخت په کابینه کې د ادلون بدلون پرېکړې کوي، خو د ځینو مهمو وزارتونه لکه د کورنیو او بهرنیو چارو او دفاع سرپرست وزیران له تېرو دو کلونو راهیسې په خپل ځای دي او بدل شوي نه دي.

طالبان که څه هم له نړۍ سره د غیر رسمي تعامل د موجودیت خبره کوي، خو تراوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.