د 'تحریک طالبان پاکستان' د وسله‌والو برید کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال غړي

د تحریک طالبان پاکستان د لسګونه وسله‌والو په برید کې د پاکستان څلور پوځیان وژل شوي دي.

رسنیو د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې په حواله راپور ورکړی چې دغه برید چهارشنبه سهار مهال د افغانستان پولې ته نژدې په چترال سیمه کې شوی دی.

د جرمني 'ډي پي اې' خبري اژانس د ځینو پاکستاني چارواکو په حواله چې نومونه یې د موضوع د حساسیت له کبله نه دي اخیستل شوي لیکلي، وسله‌والو د پاکستان د ځواکونو پر دوو پوستو دغه برید کړی دی.

فرانس پرېس د چترال د پولیسو د مرستیال محمد علي په حواله لیکلي چې د وسله والو مخالفانو شمېر سلګونو ته رسېده او په خبره یې له څلور ساعته شخړې وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

دغه چارواکي ادعا کړې چې 'ټي ټي پي' دغه برید د افغانستان له لوري پلان کړی دی.

د طالبانو حکومت چې پخوا یې دا ډول تورونه رد کړي، تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.