د تاجکستان چارواکي: د یوې ترهګرې ډلې درې غړي وژل شوي

د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د یوې سرحدي سیمې څنډه

تاجکستان وایي، د یوې ترهګرې ډلې درې غړي یې وژلي چې د افغانستان له خاورې دې هېواد ته داخل شوي وو.

د تاجکستان د امنیتي خدمتونو ادارې، نن چهارشنبې وویل چې دا په روان کال کې دوهمه پېښه ده.

دې ادارې ویلي چې دغه درې تنه د اګست په دیرشمه د شپې له خوا پر پوله اوښتي او غوښتل یې چې د سپټمبر له نهمې، د تاجکستان د ملي ورځې د رخصتۍ له نمانځلو د مخه یو تروریستي عمل ترسره کړي.

وژل شوي درې واړه ترهګر د تاجکستان وګړي ښودل شوي او ویل شوي چې دوی پرون سې شنبې د ورځې په لومړیو کې ووژل شول.

د وژل کېدو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړل شي او دغه ادعا هم سمدستي په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

د طالبانو د حکومت چارواکو هم تراوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، ورسره په تاجکستان کې د دې هېواد د ثبات په اړه اندېښنې راپورته شوې دي.