طالبانو له ایران او پاکستانه د څه باندې ۲۰۰۰ افغانانو د ستنېدو خبر ورکړ

په هرات کې د افغانستان او ایران ترمنځ د پولې یوه څنډه

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له ایران او پاکستانه د څه باندې ۲۰۰۰ افغانانو د ستنېدو خبر ورکړ.

دغه وزارت پرون سې شنبه په خپل اکس شبکه کې خبر ورکړی چې د دوشنبې په ورځ ۲زره ۲۸۹ افغانان له ایرانه او ۲۳ افغانان چې په پاکستان کې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شول.

دغه وزارت نه دي ویلي، چې له ایرانه دغه ډېر شمېر افغانان په خپله خوښه راستانه شوي، که په زوره اخراج کړای شوي دي.

زیات افغانان د بې‌وزلۍ او په بهر کې د کار روزګار په نیت له افغانستانه وځي.