د بودیجې کمښت؛ خوړو نړیوال سازمان ۲ میلیون افغانانو سره د مرستو ځنډیدو خبر ورکړ

په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان یو مرسته ترلاسه کوونکی - ارشیف

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د بسپنې د کمېدو له کبله په روانه میلادي میاشت کې شاوخوا دوه میلیون افغانانو ته د خوړو رسولو پروګرام ځنډوي.

WFP نن په یوه بیان کې په افغانستان کې د ملګروملتونو د دې اړوندې ادارې د مشر هسیاو- وي- لي Hsiao-Wei Leeله قوله ویلي، په دومره لږو سرچینو چې د خوړو نړیوال پروګرام ته پاتې دي ټولو هغو خلکو ته چې له سختې لوږې سره لاس ګرېوان دي، خواړه نه شي رسولای.

د بیان له مخې، دا په دې معنا ده چې WFP۱۴ لکه نویو کسانو، میندو او د هغوی ماشومانو ته، د خوارځواکۍ د مخنیوي ځانګړي خواړه نه شي رسولای.

بیان زیاتوي، چې WFP په راروانو شپږو میاشتو کې یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري څو ۲۱ میلیون افغان وګړو ته د ژوند ژغورنې لپاره اړین خواړه ورسوي.