د کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ افغانستان خپله وروستۍ لوبه له سریلانکا سره کوي

د افغانستان او سریلانکا کرکټ لوبډلو ترمنځ د یوې مخکینۍ لوبې انځور

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د اسیا کپ په لوبو کې خپله وروستۍ ګروپي سیالي نن د سریلانکا پر وړاندې وکړي.

دا یو ورځنۍ لوبه چې د پاکستان د لاهور ښار په قذافي سټډیوم کې په پام کې ده د ماسپښین په دوو بجو پیلېږي.

افغانستان داسې مهال د سریلانکا پر وړاندې د لوبې میدان ته ور روان دی چې له بنګله‌دېش سره یې په دې لوبلړۍ کې خپله لومړۍ لوبه بایللې او په څلورو غوره لوبډلو کې د شمولیت لاره ورته ګرانه شوې ده.

افغانستان او سریلانکا له دې مخکې پنځه ځلې په یو ورځنیو لوبو کې سره مخامخ شوي چې سریلانکا درې پر دوه مخکې دی.