کاکړ: پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د پاکستان وضعیت خراب شوی

د پاکستان موقت صدراعظم انورالحق کاکړ

د پاکستان موقت صدراعظم انورالحق کاکړ وايي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د پاکستان وضعیت خراب شوی دی.

کاکړ له جیو نیوز تلوېزیون سره په مرکه کې په افغانستان کې د امریکا له پوځ څخه پاتې وسلو او تجهیزاتو ته په اشارې سره وویل، دې وسلو او تجهیزاتو ته د تروریستي ډلو لاسرسی د پاکستان او د سیمې د نورو هېوادو د امنیت لپاره ګواښ دی.

د کاکړ په وینا، په افغانستان کې دېره تروریستي ډلې اوس لیزري وسلو او د شپې د لید وسایلو ته لاسرسی لري.

د پاکستان موقت صدراعظم د پنجشنبې په ورځ هم په یوه خبري غونډه کې دې ته ورته څرګندونې کړې وې او ویلي یې وو چې له افغانستانه د امریکا په بېړه وتلو پاکستان، ایران، چین او د منځنۍ آسیا هېوادونه اغېزمن کړي دي.