د ایران په یوه کان کې د چاودنې له کبله شپږ کسان وژل شوي

پرون له چاودنې سره سم دغه شپږ کارکوونکي په سمڅه کې دننه بند پاته شول چې د ژغورونکو له هڅو وروسته نن سهار د هغوی جسدونه وموندل شول.

د ایران په شمال کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې چاودنې د کان شپږ کارکوونکي وژلي دي.

د ایران دولتي اژانس ایرنا نن راپور ورکړی چې چاودنه پرون یکشنبه په دمغان ولایت کې د کان په هغې سمڅه کې شوې چې څلورسوه متره ژوروالی یې درلود.

تراوسه د چاودنې لامل روښانه نه دی.

پرون له چاودنې سره سم دغه شپږ کارکوونکي په سمڅه کې دننه بند پاته شول چې د ژغورونکو له هڅو وروسته نن سهار د هغوی جسدونه وموندل شول.