لیشې: د طالبانو له‌خوا ګواښل شوې پنځه افغان مېرمنې به فرانسې ته ورسېږي

په پاریس کې د ایفل برج یو انځور

فرانسوي چارواکي وایي، نن به پنځه هغه افغان مېرمنې دغه هېواد ته ورسېږي چې په خبره یې افغانستان کې طالبانو ګواښلې وې.

فرانس پرېس د فرانسې د کډوالۍ چارو د مشر دیدیر لیشې په حواله ویلي چې دغو افغان مېرمنو کې د پوهنتون یوه پخوانۍ رییسه، د یوې موسسې پخوانۍ سلاکاره، د تلوېزیون یوه پخوانۍ ویانده او کابل کې د یوه پټ ښونځي ښوونکې شامله ده.

خبر کې د دغو افغان فعالو ښځو نومونه نه دي اخیستل شوي.

فرانسې وروسته له هغه د بشري دهلیز په نوم دغه هېواد ته د افغان ښځینه فعالانو د لېږد بهیر پيل کړ چې طالبانو په افغانستان کې پر ښځو محدودیتونه ډېر کړل.

طالبانو په تېرو دوو کلونو کې نجونې له تعلیم او تحصیل او دغه راز کورنیو او نړیوالو موسسو کې له کار کولو منعه کړي دي او د ښځو اعتراضونه هم وخت نا وخت تیت او پرک کړای شوي دي.