د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ۱۶ میلیونه ډالره لیلاموي

ارشیف

په افغانستان کې د ډالرو د بیې له نسبي لوړېدو وروسته افغانستان بانک اعلان کړی چې سبا سه شنبه ۱۶ میلیونه ډالره لیلاموي.

دغه بانک چې مدیریت یې د طالبانو د حکومت په لاس کې دی نن دوشنبه پر خپله ایکس پاڼه له صرافیو او سوداګریزو بانکونو څخه غوښتي چې په دغې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

افغانستان بانک د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د ثبات په خاطر وخت نا وخت میلیونونه ډالره لیلاموي.

په تېرو څو ورځو کې د یوه ډالر ارزښت تر ۷۳ افغانیو پورې هم راټیټ شو، خو نن دوشنبه د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې د یوه ډالر ارزښت له اتیا افغانیو اوښتی دی.

د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو یو شمېر خلکو ازادي راډیو ته وویل چې تېرو څو ورځو کې د ډالر بیه په بې ساري ډول ولوېده، خو د دوی په ټکو د لومړنیو موادو په بیه کې د پام وړ بدلون رانغی.