له ۲،۲ میلیون افغان ماشومانو او د هغوی پالونکو سره د رواني سلامتیا برخه کې مرسته شوې

ارشیف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف وایي چې د روان ۲۰۲۳ کال په لومړی نیمایي کې یې په افغانستان کې د ۲،۲ میلیون افغان ماشومانو او د هغوی پالونکو ته د رواني سلامتیا په برخه کې مرستې وړاندې کړې دي.

د یونېسف د افغانستان څانګې پرون یکشنبې په خپله ټولنیزه ایکس پاڼه کې په دې اړه چې له رواني پلوه یې یې د دغو ماشومانو او پالونکو څه ډول ملاتړ کړی، نور جزییات نه دي ورکړي، خو د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې د اقتصادي، ټولنیزو او نورو ستونزو د زیاتوالي له امله ډېر ماشومان او ښځې له رواني ستونزو کړېږي.

په تېره بیا له شپږم ټولګي پورته له زده کړو څخه محرومېدو، د میلیونونو نجونو پر رواني وضعیت ناوړه اغېز کړی دی.