د کرکټ اسیایي جام سیالۍ؛ افغان لوبډلې خپله لومړنۍ لوبه وبایلله

د افغانستان او بنګله دېش د بېګانۍ لوبې یو انځور

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ په آسیایي جام لوبو کې خپله لومړنۍ لوبه بنګله‌دېش ته بایلوده.

د بنګله‌دېش ټیم توپوهنه وکړه چې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو یې ۳۳۴ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۳۳۵منډو هدف وټاکه.

د افغانستان ملي لوبډله وتوانېدوه چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۵ منډې وکړي او لوبه د ۸۹ منډو په توپیر بنګله‌دېش وګټله.

د افغانستان بله لوبه به سبا سې شنبې له سریلانکا سره وي.

د افغانستان، بنګله‌دېش او سریلانکا ټیمونه په ب ګروپ کې سره لوبېږي او هند، نیپال او پاکستان هم په اې ګروپ کې.