د افغانستان او بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې نن سره لوبیږي

د افغانستان - بنګله دېش کرکټ لوبډلو یوه مخکینۍ لوبه

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د اسیا کپ د لوبو په لړۍ کې نن له بنګلدېش سره مخامخ شي.

دا لوبه د کابل په وخت د ماسپښین په دوو بجو د پاکستان د لاهور ښار په سټډیوم کې پلان شوې ده.

په دې لړۍ کې تراوسه درې لوبې شوي؛ پاکستان نیپال ته ماتې ورکړې، بنګلدېش د سریلانکا پر وړاندې ماتې خوړلې او د هند او پاکستان ترمنځ بېګانۍ لوبه د باران له کبله بې نتیجې پای ته ورسېده.

د افغانستان دوهمه لوبه به د سه شنبې په ورځ له سریلانکا سره وي.

د اسیا کپ په لوبو کې پاکستان، هند او نیپال په الف ګروپ کې او افغانستان، بنګلدېش او سریلانکا په ب ګروپ کې لوبېږي.