د طالبانو پاسپورټ ریاست: د کربلا زیارت کوونکو ته په پاسپورټ اخیستو کې لومړیتوب ورکوو

د افغانستان د پاسپورټ تصویر

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت ریاست وايي، د پاسپورت د وېش په بهیر کې د کربلا زیارت کوونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

دغې ادارې پر خپلې اېکس شبکې د یوې ویډیو په خپرولو سره، ادعا کړې چې دا بهیر دوام لري او هره ورځ لسګونه زیارت کوونکو ته پاسپورټونه ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال د پاسپورټونو د وېش بهیر له جدي ستونزو سره مخ شوی.

دا بهیر څو څو ځلې پیل او درول شوی دی.

داسې ادعاوې هم شته، چې د هغو کسانو لپاره چې پاسپورت ته سخته اړتیا لري د پاسپورټ ترلاسه کول ډېر ستونزمن دي، خو ځینې نور بیا د کمېشنکارانو په مټ د زرګونه ډالرو په بدل کې ژر د پاسپورټ څښتن کېږي.