طالبانو ۳ نور بندي کړي خبریالان هم له بنده خوشې کړل

تصویر له ارشیف څخه

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، درې نور افغان خبریالان چې د طالبانو له خوا بندیان شوي وو، پرون (د سپتمبر ۲مه) خوشې شول.

دغه مرکز د اېکس په شبکه کې لیکلي، چې په پکتیا کې د اریانانیوز خبریال حبیب الله سراب او په کونړ کې ازاد خبریال پروېز څرګند له درېیو اونیو وروسته او په اروزګان کې د ملي تلويزيون خبريال همدرد له لسو ورځو بند وروسته خوشې شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغو خبریالانو د خوشې کېدو هرکلی کړی او د یوه خبریال او یو بل رسنیز کارکوونکي، چې لا هم د طالبانو له خوا بندیان دي، د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.