د پاکستان صدراعظم: په افغانستان کې پاتې شوې امریکایي وسلې د ترهګرو ډلو لاس ته ورغلې دي

د تحریک طالبان پاکستان یو شمېر غړي، چې پاکستان یې په افغانستان کې د پټنځایونو د موجودیت ادعا لري

پاکستان یو ځل بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پیاوړتیا په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پاکستان د موقت حکومت صدراعظم انورالحق کاکړ ادعا کړې، چې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته په دغه هېواد کې پاتې شوي پوځي تجهیزات، د ترهګرو ډلو د مجهز کېدو لامل ګرځېدلي.

ښاغلي کاکړ د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل، چې د ترهګرو ډلو پیاوړتیا او تجهیز د پاکستان په ګډون د سیمې هېوادونو ته لوی ګواښ دی.

د طالبانو حکومت بیا دغه ادعاوې تل ردوي.

د پاکستان د موقت حکومت صدراعظم زیاته کړه، چې له افغانستانه د امریکا په بېړني ډول وتلو نه‌یوازې پاکستان؛ بلکې چین، ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونه هم اغېزمن کړي دي.

نوموړي وویل:

"دا تجهیزات، د ترهګرو جنګي وړتیا یو څه زیاتوي. که دوی پخوا زما په کوم سرتېري د برید هڅه کوله، نو د هغوی جنګي او د وژلو وړتیا ډېره محدوده وه. اوس، د دې اضافه شوي تجهیزاتو سره که چېرې یوه ګوته حرکت وکړي، نو دوی کولای شي په نښه‌یې کړي. دا نوې انرژي نه، نوي تجهیزات دي."

د پاکستان د موقت حکومت صدراعظم، انورالحق کاکړ

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې، خو له دې مخکې یې دا ډول ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې پاتې ټول پوځي تجهیزات د طالبانو حکومت په سلاح‌کوټونو کې ساتل کېږي.

مخکې له دې هم د افغانستان په تور بازار کې د امریکايي وسلو او تجهیزاتو د پېر او پلور راپورونه خپاره شوي، خو طالبانو رد کړي دي.

له دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا او د پاکستان او روسیې په ګډون د سیمې ځینو هېوادونو، د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه؛د پاکستان د طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) او د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې د فعالیتونو د ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه، هغه ادعاوې چې د طالبانو حکومت‌یې تل ردوي.

تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د جمعې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، چې د طالبانو حکومت د نړۍ پر وړاندې مسؤلیت لري او د دې ترڅنګ باید د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د درې اړخیزې غونډې ژمنې عملي کړي.

نوموړې زیاته کړه چې طالبان باید د هغو کسانو او ډلو پر ضد اقدام وکړي چې پاکستان ته ګواښ پېښوي.

د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی، چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته کوم ګواښ پېښ نه‌شي، خو تر دې وړاندې یې د دغه ډول څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې افغانستان د سیمې د هېڅ هېواد د نا امنۍ مسؤل نه‌دی او پاکستان باید په خپله خپل امنیتي وضعیت ته پاملرنه وکړي.

پاکستان د طالبانو حکومت د ترهګرو ډلو په نه مخنیوي تورنوي، خو طالبان یې ادعا بې بنسټه بولي

د پوځي چارو پوه احمد خان اندړ ازادي راډيو ته وویل، د دې احتمال شته چې دغه تجهیزات د ترهګرو ډلو لاس ته ورغلي وي، خو د ده په باور پاکستان باید د دوی ریښې له افغانستانه بهر وپلټي،

اندړ وایي:

"یوازې د وسلو پیاوړتیا نه‌شي کولای ترهګرې ډلې کامیابه کړي. باید د مالي او مادي پیاوړتیا سرچینې پیدا شي او پاکستان باید د ترهګرۍ سره د مبارزې رښتینې لارې پر مخ بوځي، کنه نو دا وسلې چې د ترهګرو په لاس کې لوېدلي دي، نه‌یوازې د پاکستان او افغانستان، بلکې کولای شي د سیمې لپاره خطر ولري."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست جلیل عباس جیلاني د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د طالبانو حکومت اسلام‌اباد ته خبر ورکړی چې یو شمېر کسان‌یې په پاکستان کې د ترسره شویو ترهګریزو بریدونو په تړاو نیولي دي، خو دا ادعا د طالبانو حکومت نه‌ده تایید کړې.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرپلټونکې ادارې (سیګار) د تېر کال د راپور پر بنسټ، امریکايي ځواکونو طالبانو ته د ۷،۲ میلیارده ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات لکه ۷۸ الوتکې، ۴۰ زرې پوښه، له ۳۰۰ زره ډېرې وسلې او په زرګونه نور مهمات او مرمۍ، پريښي دي.