عراق کې ترافیکي پېښې ۱۶ تنه مړه کړي

د عراق یو شمېر ترافیک د دندې سرته رسولو پر مهال

د عراق د پلازمېنې- بغداد شمال ته د ترافیکي پېښې په ترڅ کې لږ تر لږه شپاړس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دوی کې اکثره ایرانیان دي.

د عراق دولتي اژانس اینا نن د صلاح الدین ولایت د صحي خدماتو د مدیر خالد برهان په وینا خبر ورکړ، چې دا پېښه تېره شپه د دجیل او سامرا ترمنځ وشوه او په دې پیښه کې دیارلس تنه نور ټپيان شوي دي.

ښاغلي برهان د دې ترافیکي پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي؛ یوازې یې دومره ویلي دي چې اکثر تلفات ایراني شیعه زیارت کوونکو ته اوښتي دي.

هر کال د اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره په میلیونونه شیعه د عراق کربلا ښار ته ځي.