اوکراین : د روسیې پر یوه هوایي ډګر وروستی برید مو د دغه هېواد له منځه کړی و

روسي ځواکونه د اوکراین له یوه بې پيلوټه برید وروسته - ارشیف

د اوکراین پوځي استخباراتو د جمعې په ورځ خبر ورکړ، چې د روسیې په شمال لویدیځ کې پر هوایي ډګر د ډرون وروستی برید د روسیې د خاورې له دننه شوی دی.

دا حمله تېره اونۍ د پسیکوف پر هوایي ډګر وشوه، دا ډګر له اوکراینه شاوخوا اووه سوه کیلومتره لرې دی.

پر دې هوایي ډګر د بې پیلوټه الوتکې په برید کې څلور( IL-76) روسیي ترانسپورتي الوتکې ولګیدې.

د اوکراین د استخباراتو مشر کیریلو بودانوف وایي، چې په دې برید کې دوه ترانسپورتي الوتکې ویجاړې شوې او دوه نورې سختې زیانمنې شوې.