روسیه: په کریمیا کې مو د اوکراین بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې

د پېښې سیمه

د روسیې دفاع وزارت وایي چې د اوکراین د سمندري ځواکونو هغه ډرون الوتکې یې نسکورې کړې دي، چې د کریمیا پر پله یې برید کاوه.

د روسیې دفاع وزارت نن په ټیلګرام کې دا خبر ورکړ او څرګنده یې کړه، چې یوه بې پيلوټه الوتکه یې پرون وویشته او دوې یې نن نسکورې کړې.

اوکراین وایي، چې پلان یې دا دی چې کریمیا ټاپوزمه بیرته له روسیې ونیسي نو بیا بیا هغه پل په نښه کوي، چې دا ټاپوزمه د مځکې له لارې له روسیې سره نښلوي.

کریمیا ټاپوزمه په دوه زره څوارلسم کال کې روسیې له خپلې خاورې سره یوځای کړه.