د اروپایي ټولنې او متحده عربي اماراتو استازو د افغانستان په اړه خبرې کړي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی، توماس نیکلاسن

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن وایي، چې په بروکسل کې یې د متحده عربي اماراتو له سفیر محمد السهلاوي سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.

نیکلاسن پرون په خپله اېکسپاڼه کې ولیکل، چې په دې کتنه کې، د ټولو افغانانو لپاره د زده کړې د زمینې د برابرولو، په حکومت کې د بیلابیلو کسانو د مشارکت او د افغانانو د اقتصاد په اړه بحث وشو.

نیکلاسن زیاته کړه، چې اروپایي ټولنه او متحد عربي امارات به په دې برخو کې د زمینو د برابرو لپاره خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي.

د بلجیم لپاره د متحد عربي اماراتو سفیر هم په یوه بیان کې ویلي دي، چې هیواد به یې له اروپایي ټولنې سره له نژدې همکاري کوي چې د افغانانو ملاتړ وکړي او افغانانې خپل بنسټیز حقوق ترلاسه کړي.