د طالبانو حکومت: سلګونه افغانان له پاکستان څخه هېواد ته ستانه شوي

یوه لویه برخه افغانان د تورخم دروازې له لارې پاکستان ته تګ راتګ کوي

د تیرې یوې اونۍ په ترڅ کې افغانستان ته له پاکستانه په سلګونو افغان کډوال ستانه شوي دي.

دا خبر پرون د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ورکړ.

په دې خبر کې راغلي، چې په راستنو شویو کې یو سل او شپاړس زندانیان دي چې د پاکستان له زندانونو خوشې شوي دي.

بل لور ته: په کندهار کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست وایي، چې په ټوله کې نژدې یو زر دولس سوه اویا کسان د یوې اونۍ په ترڅ کې له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوې دي.

طالبانو په وروستیو کې نژدې هره ورځ افغانستان ته د کډوالو د ستنیدو خبرونه خپاره کړې دي، خو سږ کال د مې په میاشت کې د کډوالو نړیوال سازمان په خپل راپور کې څرګنده کړه، چې د دوه زره یو ویشتم او دوه ویشتم میلادي کلونو ترمنځ شاوخوا درې میلیونه او شپږ لکه افغانان له افغانستانه وتلي دي.

په دې راپور کې راغلي وو، چې د دې کډوالو اویا په سلو کې ایران، اتلس په سلو کې پاکستان او یولس په سلو کې ترکیې ته تللي دي.