پوتین په سوچي کې د اردوغان کوربه‌توب کوي

د عکس ښي لور ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او چپ لور ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د سوچي په بندري ښار کې د روانې میاشتې په څلورمه نېټه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان کوربه وي.

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دا خبره د کرملین ویاند دیمتري پسکوف کړې ده.

له څو اوونیو راهیسې د دې دواړو مشرانو د لیدو د ځای او وخت په اړه خبرې روانې وې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دې اوونۍ په پیل کې په مسکو کې د خپل ترکي سیال کوربه و.

ترکیې او ملګرو ملتونو په ګډه د ۲۰۲۲م کال په جولای کې په هغه توافق کې منځګړیتوب وکړ چې پر بنسټ يې اوکراین کولی شو د تور سمندرګي له درېیو بندرونو څخه غلې او نور خوارکي توکي صادر کړي.