اوکرایني چارواکي: د تور سمندرګي له لارې دوه کښتۍ روانې شوي

د تور سمندرګي یوه څنډه

اوکراین نن جمعه ویلي، دوې نورې کښتۍ هم د یوه موقتي دهلیز له لارې روانې شوي دي.

اوکراین د جمعې په ورځ د یوه لنډمهاله دهلېز له لارې د دوو نورو کښتیو د روانېدو خبر ورکړی دی.

دغه لنډمهاله دهلېز د کییف له خوا د تور سمندرګي له لارې د کښتیو د خوندي لېږد رالېږد لپاره ایجاد شوی دی.

د اوکراین د زېربناوو وزیر اولیکساندر کوبرانکو په ټولنیزو شبکو کې لیکلي: "له اوکراین نه د تور سمندرګي له لارې دوه کښتۍ روانې شوي دي."

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش روسیې ته نوی پېشنهاد وړاندې کړی و چې له مخې یې نړیوالو بازارونو ته د غله جاتو او سرې د انتقال زمینه برابره شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

دا تازه هڅې د هغې موافقې د بیا احیا لپاره روانې دي چې په مرسته یې اوکراین وکولی شي، داسې وخت چې لوږه په نړۍ کې زیاته ده خپل ۳۳زره ټنه غله جات صادر کړي.

په همدې حال کې، مسکو په هغه پېشنهاد خوشحاله نه دی چې څو ورځې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف ته لېږل شوی دی.

لاوروف د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره تر کتنې وروسته پرون یوه کنفرانس ته وویل، ده انقرې ته د اقداماتو یو لېست سپارلی چې لوېدیځ یې باید د اوکراین د غله جاتو د صادراتو د بیا پیل لپاره عملي کړي.

د دې تر څنګ د کرملین ویاند دمتري پیسکوف نن جمعه په یوه کنفرانس کې وویل، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین به د دوشنبې په ورځ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د تور سمندرګي په بندري ښار سوچي کې وګوري.

داسې هیلې ښودل شوي چې دواړه لوري وکړای شي له اوکراین نه د غله جاتو د خوندي صادراتو لپاره پر موافقه سلا وکړي.

روسیه په جولای میاشت کې له هغې موافقې چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ او د ترکیې په منځګړیتوب ورباندې موافقه شوې وه، ووتله.

له دې سره د تور سمندرګي له لارې په خوندي ډول د ملکي کښتیو د لېږد رالېږد او د غله جاتو د صادراتو بهیر ټکنی شو.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د پنج شنبې په ورځ مسکو ته د سفر پر مهال ویلي، د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غله جاتو د صادراتو د موافقې بیا احیا د خوړو د خوندیتوب لپاره ډېره مهمه ده.