بېنیټ: د افغانستان د ناوړه بشري حقونو وضعیت په اړه ګڼ کسان اندېښنه لري

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په ترکیه کې له دېره افغانانو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

ریچارډ بېنیټ نن جمعه په خپل ایکس یا پخواني ټویټر کې لیکلي، په څلور ورځني سفر کې یې د جلاوطنه افغان ښځو او نارینه وو له بېلابېلو ډلو سره د بشري حقونو پر وضعیت بحث وکړ.

هغه لیکلي چې د ناوړه بشري حقونو د وضعیت په اړه ګڼ کسان اندېښنه لري.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وایي، په ترکیه کې یې له حکومتي او د ملګرو ملتونو له چارواکو سره هم کتلي دي.

نوموړي په غبرګولي یا جوزا میاشت کې هم په ترکیه کې د ښځینه فعالانو په ګډون له ځینو جلاوطنه افغانانو سره کتلي وو.

په ترکیه کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام ځینې پخواني چارواکي دېره دي چې هلته یې د افغانستان ژغورنې ملي مقاومت عالي شورا' په نوم سیاسي حرکت هم اعلان کړی دی.