د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پای ته ورسېد

ارشیف: په ارزګان کې واکسیناتوران د پولیو واکسین د تطبیق پر مهال

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، د افغانستان په شپږو ولایتونو کې ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین پرون پنجشنبه پای ته ورسېد.

دغه سازمان وايي، په جوزجان، سرپل، بلخ، فاریاب، سمنګان او ارزګان ولایتونو کې ۱۱ میلیونو تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته دغه واکسین ورکړل شو.

د یونېسف د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د عامه اړیکو د برخې مسوول کمال شاه نن جمعه ازادي راډیو ته وویل: "دغه کمپاین هم په شمال زون کې د پلان شویو لړۍ یوه برخه وه، ځکه په شمال کې په وروستیو میاشتو کې په محیط کې د پولیو ویروس ثبت شوی و، هلته په ماشومانو کې د ګوزڼ د خپرېدو خطر و."

روان میلادي کال په افغانستان کې د ګوزڼ ۵ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

په نړۍ کې افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي په کې ختمه شوې نه ده.