اسیا جام؛ هندوستان او پاکستان د کرکټ سیالي کوي

د هند او پاکستان د کرکټ لوبډلو ترمنځ د یوې مخکېنۍ لوبې انځور

ټاکل شوې چې د اسیا جام سیالیو په ترڅ کې سبا شنبه درېیمه لوبه د هندوستان او پاکستان ترمنځ ترسره شي.

دغه سيالي به د سریلانکا په پالیکلي لوبغالي کې په ځايي وخت ۳:۰۰ بجې پیل شي.

د یادو دواړو هېوادونو د سیاسي اختلافاتو پر اساس د دوی د کرکټ سیالي په نړۍ کې ډېر لیدونکي لري.

په ورستیو دوه کلونو کې پاکستان بېرته د خپلو چټکو توپ اچونکو پر مټ د دې جوګه شوی دی چې هند سره سخته مقابله وکړي.

په وروستيو دوه کلونو کې یادې لوبډلې د کرکټ نړیوالې او اسیايي شورا د ټورنمنټونو په درې سیالیو سره مخ شوي چې یوه سیالي پاکستان او دوه هندوستان ګټلي دي.

د ویلو ده چې افغانستان به د سپټمبر میاشتې په ۳یمه نېټه خپله لومړۍ سیالي به بنګله دېش سره ترسره کړي.