طالبانو له ځینو ایراني شرکتونو سره د اوسپنې پټلۍ پر پراختیا خبرې کړي

د خواف-هرات د ریل لارې کار په ۱۳۸۶ کال کې په ایران او ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان دننه پیل شوی دی.

د طالبانو د حکومت یوه پلاوي ایران ته د سفر پر مهال له ځینو شرکتونو سره د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پر پراختیا خبرې کړي دي.

د طالبانو د رېل لارې ادارې په یوه خبرپاڼه کې چې پرون پنجشنبه یې پر خپله ویبپاڼه خپره کړې ویلي، ایران ته د پلاوي مشري د همدې ادارې مشر ملا بخت الرحمان شرافت کوله.

خبرپاڼه کې راغلي، پلاوي د ایران د کنسرسیوم د غړو شرکتونو له مشرانو سره په کتنه کې له هغوی غوښتي چې په افغانستان کې د ریل لارو پر پروژې پانګونه وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د خواف- هرات د اوسپنې پټلۍ د دوهم پړاو د څلورمې قطعې جوړول د رېل لارې ادارې یو لومړیتوب دی او په جدیت یې تعقیبوي.

د خواف-هرات د ریل لارې کار په ۱۳۸۶ کال کې په ایران او ۱۳۹۵ کال کې د افغانستان دننه پیل شوی دی.

د دغې پروژې د لومړني پړاو چارې په تېر پسرلي کې بشپړې او پر دې لاره د محمولو انتقال پيل شو.