رسنۍ: امریکا د خپلو زرګونو افغان کارکوونکو د پناه غوښتنې لا نه دي منلي

ارشیف: له کابل هوايي ډګره د تخلیې د پروګرام یو انځور

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د بشپړ وتلو دوه کاله پوره شول، خو د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې متحده ایالتونو د خپلو زرګونو افغان کارکوونکو د پناه غوښتنې لا نه دي منلي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د یوه راپور له مخې چې پرون چهارشنبه یې خپور کړی، په امریکا کې ۱۹ زره افغان کډوال لا هم ډاډه نه دي چې د پناه غوښتنې به یې منل کېږي او که نه.

دا د هغو شاوخوا ۷۶ زره افغانانو له ډلې دي چې امریکا د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته له افغانستانه تخلیه کړي دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په دېرشمه نېټه د امریکا وروستي پوځیان له کابله ووتل او په دې سره یې په افغانستان کې نږدې شل کلنه جګړه پای ته ورسوله.

که څه هم د امریکا په کانګرس کې د افغان پناه غوښتونکو د منلو د چټکولو یوه طرحه تر بحث لاندې ده، خو معلومه نه ده چې څه وخت به تصویب شي.