د طالبانو ډاډ؛ متقي: نړۍ زمونږ د وسله‌والو مخالفانو ملاتړ نه کوي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وایي، نړۍ ورته ډاډ ورکړی چې د وسله‌والو مخالفانو ملاتړ یې نه کوي.

امیرخان متقي دغه څرګندونې پرون په کابل کې د دیني علماو او ولسي مشرانو یوې غونډې ته کړي دي.

متقي که څه هم ونه ویل چې کومو هېوادونو دغه ډاډ ورکړی، خو تر دې وړاندې د افغانستان ګاونډي هېوادونه تورن شوي چې افغانستان کې د وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي.

دا مهال داعش، د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جنګیالي او د افغانستان د ازادۍ جبهه د طالبانو وسله‌وال مخالفت کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېرې جمعې په ورځ وویل چې په افغانستان کې د داعش په ګډون شل ترهګرې ډلې فعالیت کوي، خو د طالبانو حکومت دا راپور بې بنسټه وباله.