چارواکي: اوکراین پر روسیې د بې‌پيلوټه الوتکو تر ټولو زورو بریدونه کړي

د مسکو یوه سیمه چې ویل کېږي اوکراین پرې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

روسي چارواکي وایي، اوکراین پرون پر دې هېواد د جګړې له پيله د بې پيلوټه الوتکو تر ټولو زورو بریدونه کړي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخروا د چهارشنبې په ورځ ویلي، د اوکراین دغه بریدونه د روسیې پر شپږو سیمو شوي دي.

زخروا ویلي، د اګست د دېرشمې نېټې بریدونه به بې ځوابه نه پاتې کېږي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د روسیې د ټاس خبري اژانس او سیمه‌ییزو چارواکو په حواله ویلي چې د اوکراین په پرونیو بریدونو کې د روسیې د یوې هوایي اډې دننه څلور پوځي-ټرانسپورټي الوتکې ویجاړې شوي دي.

د اوکراین د دفاع وزارت بې له دې چې په مستقیم ډول د دغو بریدونو مسوولیت ومني تایید کړې چې د روسیې په پسکوف سیمه کې څلور الوتکې ویجاړې شوي دي.

په دغو بریدونو کې د سر د زیان راپور نه دی ورکړل شوی.