ایراني چارواکو د پوهنتون پر استادانو فشار زیات کړی

د تهران پوهنتون یوه څنډه

ایراني چارواکو په دغه هېواد کې د تېر کال له پراخو مظاهرو وروسته د پوهنتون پر استادانو فشار زیات کړی دی.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې په یوه راپور کې ویلي چې تېرو دوو کلونو کې د د ایران د بېلابېلو پوهنتونونو لږ تر لږه ۶۰ استادان له دندو لرې کړای شوي دي.

همدا دوه ورځې وړاندې هم د تهران پوهنتون لس استادان له دندو منفک شول چې ښځې هم په کې وې.

پر دغو استادانو تور دی چې ایران کې یې له مظاهرو ملاتړ کړی دی او زده کوونکي یې د دولت ضد مظاهرو ته پارولي دي.

ایران دغه فشارونه داسې مهال زیات کړي چې ټاکل شوې راتلونکې میاشت د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني د وژلو د لومړني تلین په مناسبت بیا اعتراضونه وشي.