نی: د خبریالانو له نړیوال فدراسیون څخه مو د افغان خبریالانو په نوم د ادعا شوو مرستو وضاحت غوښتی

تصویر له ارشیفه، یو شمېر افغان خبریالان

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ نی مسوولین وایي، د خبریالانو له نړیوال فدراسیون نه یې د هغې ادعا په اړه وضاحت غوښتی، چې دغه ادارې په افغانستان او پاکستان کې له افغان خبریالانو سره د زرګونه یورو د مرستې اړوند کړې ده.

د نی بنسټ مسول ظریف کریمي ازادي راډيو ته وویل، د دوی د معلوماتو پربنسټ د خبریالانو د نړیوال فدراسیون یا IFJ مرستې افغان خبریالانو ته نه دي رسېدلي او د همدې لپاره یې له یاد فدارسیون څخه د یوه برېښنالیک په استولو وضاحت غوښتی دی.

ښاغلي کریمي لیکلي، چې تر دې دمه ورته ځواب نه دی ورکړل شوی خو دوی به دغه مضوع تعقیب کړي.

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ( نی)

نوموړي وویل:

" زموږ د معلوماتو پر بنسټ، په پاکستان او نورو هېوادونو کې مېشتو افغان خبریالانو او په داخل د افغانستان کې خبریالانو ته د ای ایف جی بنسټ مرسته نه ده رسېدلې، زموږ جدي غوښتنه داده چې د خبریالانو نړیوال فدراسیون په دې برخه کې وضاحت ورکړي، موږ په دې برخه کې د نور وضاحت لپاره کار کوو تر څو مسول بنسټونه ځواب ورکولو ته اړ کړو. "

د خبریالانو نړیوال فدراسیون د روانې اګسټ میاشتې په ۱۴ مه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ له پیل وروسته له افغان خبریالانو سره نغدي مرستې کړي دي.

په دې اعلامیه کې راغلي دي: " نږدې ۲۰۰ خبریالانو ته چې په افغانستان کې پاتې دي په اوسط ډول ۳۵۰ یورو وړیا مرستې ورکړل شوي، چې ډېری یې د تغذیې، د سرپناه او درملو په برخه کې دي. هغه ژورنالېستان چې دا مهال په پاکستان کې دي او بهرته د تګ ویزې یې اخېستې، د ټکټ د پېرلو لپاره هر یوه ته دوه زره یورو ورکړل شوي."

د خبریالانو د نړیوال فدراسیون لوګو، یو شمېر افغان خبریالان یې ادعا شوې مرسته نه تاییدوي

خو ګڼ شمېر افغان خبریالان وايي په سختو اقتصادي ستونزو کې خپلې دندې پر مخ وړي او د هیڅ مرسته کوونکي بنسټ له لوري ورسره نغدي مرسته نه ده شوې.

یوې کابل میشتې افغانې خبریالې سلما مایار ازادي راډيو ته وویل خپله دنده یې له لاسه ورکړې،او د هېڅ مرسته کوونکي بنسټ له لوري ورسره نغدي مرسته نه ده شوې.

هغه وایي:

"د تېر حکومت په ړنګیدو سره زما په ګډون ګڼو ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې، اوس اوازې او ګنګوسې دي چې د خبریالانو ملاتړو بنسټونو خبریالانو سره مرستې کړي دي، زه د دغسې یوې پروسې برخه نه یم او نه هم زما ملګرو خبریالانو ته دغه ډول کومه مرسته رسېدلې ده."

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره ، دوی د خبریالانو پر وړاندې په ناوړه چلند او د بیان ازادۍ پر محدودولو تورن شوي - ارشیف

د پاکستان په اسلام اباد کې مېشت افغان خبریال سید عمر سهار وايي له تېرو څو میاشتو راهیسي له افغانستانه کډوال شوی او په پاکستان کې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

دی هم وايي تر اوسه ورسره د هېڅ بنسټ له لوري مرسته نه ده شوې.

" ښايي د پاکستان په ګډون په نورو هیوادونو کې د افغان خبریالانو په نوم مرستې راغلې وي، خو دا مرستې په سم شکل نه دی وېشل شوي او هغه افغان خبریالان چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او هېڅ ډول دنده نه لري دوی ته نه دي ورکول شوي."

دوی غوښتنه کوي، چې د دوی په نوم اخیستل شوي مرستې باید افغان خبریالانو ته ورسیږي.

دغه افغان خبریالان د رسنیو پر بېلابېلو ملاتړو بنسټونو تور پوري کوي، چې د دوی په وینا د خبریالانو په نوم یې بودیجې اخیستي او د اړیکو پر بنسټ يې پر هغو کسانو وېشلي چې خبریالان نه دي.

پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلې واکمنۍ له پیل وروسته ګڼو افغان خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې، د دې ترڅنګ زیات شمېر افغان خبریالان د دوی په خبره د امنیتي ستونزو له امله ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي خو وايي، لا هم امنیتي ستونزې لري او له جدي اقتصادي ستونزو سره هم مخ دي.